د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رسنیو آمر غلام حسین الهام لنډ ژوند لیک

غلام حسین الهام

غلام حسین الهام د رمضان علي زوی، د ۱۳۶۸ کال په ژمي کې د غزني ولایت په ناهور ولسوالۍ کې زیږیدلی دی. هغه خپلې لومړنۍ زده کړې (ښوونځي) په ۱۳۸۸ کال کې بشپړ او له الزهرا نجونو عالي لیسې څخه فارغ شوی دی.

الهام په ۱۳۸۹ کال کې د کابل پوهنتون کې شامل شو او په ۱۳۹۸ کال کې یې د ژورنالېزم پوهنځی څخه د فراغت سند ترلاسه کړ.

نوموړی له ۱۳۹۲ څخه تر  ۱۳۹۸ پورې، په مختلفو چاپي او تصویري رسنیو کې د خبریال په توګه کار کړی.

هغه د ۱۳۹۹ لمریز کال د غبرګولي میاشتې راهیسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې د رسنیو واحد د آمر په توګه ګمارل شوی او کار کوي.

 

 

contact   ۰۷۴۹۳۶۷۰۱۳ |  ۰۲۰۲۱۰۷۰۹۱

email icon  husain.elham@mcit.gov.af

facebook icon  https://www.facebook.com/hussain.ramazany

website  www.mcit.gov.af