د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د هندوستان د نوي سفير سره ولیدل

Author image
Alireza Khaliqyar

Publish Date

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد اريوبي نن یک شنبه د روان ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د ثور په ۲۳مه نېټه د افغانستان لپاره د هندوستان د نوي سفیر ښاغلي وينی کومار سره تعارفي لیدنه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد اريوبي په سر کې د هندوستان سفیر ته هر کلی وویل او زياته يې کړه چې هندوستان د افغانستان یو ښه ګاونډي او په خاصه توګه د مخابراتو په برخه کې ښه همکار پاتې شوی.

په دغه ليدنه کې دواړو لوريو د سيمه ييز اتصال په رامنځته کېدو او د معلوماتي ټکنالوجۍ اومخابراتو په سکټور کې د افغانانو د ظرفيت لوړنې په برخه هر اړخيزې خبرې وشوې چې د هندوستان سفیر ددغه هېواد د کلکې همکارۍ او په دې برخه کې د پوره ملاتړ ژمنه وکړه.

همدا راز د مخابراتو او معلو ماتي ټکنالوجۍ (ICT) په برخه کې د بورسو نو تخصیص، د سټلایټ په برخه کې همکاري او نورو اړونده موضوعاتو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.

د ویلو ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له دې وړاندې د هندوستان د پخواني سفیر ښاغلي من پریت ووهرا سره هم د دوه اړخيزه همکاريو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د هندوستان د مرستو د جذب په موخه مسلسلې ناستې او ليدنې کړې دي.