کندز ولایت کې مخابراتي فریکونسیو کې د مداخلې نولسو دستګاوو فعالیتونه ودرول شول

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۵:۵۰
سیگنال

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د آټرا ادارې د قانون ۳۷ مادې له مخې، مخابراتي مکالمو او فریکونسیو کې د ګډوډۍ د مخنیوي په موخه د کندز ولایت د شیرخان بندر ولسوالۍ په قره کوترمه ، جغتای او بازارک دوراهی کلیو کي  د اتصالات، افغان بیسیم، روشن او سلام  مخابراتي شرکتونو سایټونو ته څېرمه مخابراتي سیګنالونو کې د مداخلې یا ریپیټر نولسو دستګاوو فعالیتونه د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د آترا ادارې او د یادو مخابراتي شرکتونو د مسلکي انجینرانو په همکارۍ ودرول شول.

د یادونې وړ ده چې د کندز ولایت اړوند د شیرخان بندر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۲
Background image

ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او انټرنیټي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دپه یاده غونډه کې د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس انټرنیټي شرکتونو ته...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۱:۵۶
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۱
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ریپیټر د پنځو غیرقانوني دستګاو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

بېرته خبرونه ته