کابل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د نوي رئیس معرفي

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۸ - ۱۷:۲۲
معرفی رییس جدید ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د کابل ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوې رئیس محترم محمد بلال مسکين ددغه ریاست کارکوونکو ته معرفي کړ او په چارو کې يې ورته د برياو دعا وکړه.

محترم محممد بلال مسکين د حکومت او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې ورته سپارل شوې دندې به پر وخت او ښه توګه تر سره کوي او د کابل خلکو ته به د خداماتو د پراختيا زمينه برابروي.

همدا شان محترم شهزاد آريوبي د محترم مسکين له معرفي وروسته د کابل ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست ټولو ادارو څخه لیدنه وکړه، د عامه خدماتو او په ځانګړې توګه د مخابراتي خدماتو د بهبود په موخه يې اړندو مسؤولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

خوندي انټرنټ په ځانګړي توګه د ماشومانو او ښځو لپاره

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د پوهنې وزارت ، د ښځو د چارو وزارت او ټکنیشن شرکت په ګډون د خوندی انټرنټ نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل.

د خوندي انترنت ورځ د لمانځلو. . .

یکشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۱۴ - ۱۶:۳۶
Background image

د جینوا دوه اړخیزه ځواب ورکولو چوکاټ لومړنۍ تطبیقي ناسته وشوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د ماليې وزارت په خیبر هال کې د جینوا کنفرانس تطبیقي شاخصونو لومړنۍ ناسته د ګډون تر څنګ يادونه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۸ - ۱۷:۲۲
Background image

کابل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د نوي رئیس معرفي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د کابل ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوې رئیس محترم محمد بلال مسکين ددغه ریاست کارکوونکو ته معرفي کړ او په چارو کې يې. . .

بېرته خبرونه ته