ښاغلي شهزاد اریوبي د پکتیا ولایت د ولایتي شورا استازو، د پوهنتون استادانو، د مدني ټولنې استازو او ځوانانو سره لیدنه وکړه
نن ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي د پکتیا ولایت د ولایتي شورا استازو، د پوهنتون استادانو، د مدني ټولنې استازو او ځوانانو سره لیدنه وکړه. دوی په پکتیا ولایت کې د عامه خدمتونو د ساده کولو په موخه د آسان خدمت مرکز د جوړیدو، د مخابراتي او انترنیټي خدمتونو د کیفیت د ښه کیدو او د نوري فایبر شبکې د پراختیا په اړه خپلې غوښتنې شریکې کړې.
د مخابارتو وزیر دوی ته ډاډ ورکړه چې غوښتنو ته به یې په وخت ځواب ویل کیږي او ټولې به عملي کیږي.