په بلخ کې د سلام شبکې رئیس ساتونکو له خوا د صدای افغان آوا خبريالانو د توهين په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر سپارښتنه

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱ - ۱۵:۱
Order of the minister of Communications and IT on insulting the Afghan Voice Agency Correspondent

کابل- افغانستان( د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مطبوعاتي دفتر)
تأریخ: 1/ 5/ 1398

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهیم هاشمي په بلخ کې د سلام شبکې د رئیس ساتونکو له خوا د صدای افغان آوا خبريال د توهين په اړه جدي توګه د افغان ټېلې کام شرکت مشرتابه ته سپارښتنه کړې چې دا دوسيه وڅېړي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر همدا راز ټینګار وکړ چې د وزارت مشرتابه ته د خبريالانو پر وړاندې هېڅ ډول تاوتريخوالی او ناوړه چلند د منلو نه دی او همېش به دا ډول مواردو ته په چټکه توګه رسيدګي کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر وویل: ( د بلخ ولایت د سلام شبکې رئیس د ساتونکو له خوا د صدای افغان آوا خبريالې مېرمن رحيمه يزداني د توهین په اړه خبر شوم، ډېر خواشینی شوم. زما لپاره د منلو نه ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارکوونکي او د وزارت اړوند هر کارکوونکی د خبريالانو سره تند چلند وکړي. له دې کبله مې د افغان ټېلې کام ریاست ته چې د وزارت تر چتر لاندې کار کوي، چټک هدایت ورکړی چې په دې برخه کې لازم ګامونه پورته کړي او نتيجه يې د وزارت د مشرتابه سره شریکه کړي.)

د خبريالانو څخه ملاتړ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کليدي لومړيتوبونو څخه یو دی او همېشه پر وخت اطلاع رسونې ته ژمن دی چې خبريالان په دې برخه کې د اطلاع رسونې مخکښان دي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۳۰ - ۱۴:۰
Background image

د مخابراتو سرپرست وزیر: د پستي خدمتونو چټکتیا زمونږ له لومړیتوبونو څخه ده

د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغان پست او یورو پارسل شرکت تر مېڼځ د تړون لاسلیکولو پر مهال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي وویل: «افغان پست ته زمونږ طرحه دا. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۱۴:۳۳
Background image

په بلخ کې د مخابراتي ننګونو د حل لپاره هڅې روانې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزارت سرپرست ښاغلی محمد فهیم هاشمي د مخابراتي شبکو له مسئولینو سره په ناسته کې له هغوی وغوښتل چې په بلخ ولایت کې د مخابراتي شبکو د بندیدو مسله ژر تر ژره. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۵/۷ - ۱۲:۳
Background image

په مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت کې، د بیرغ ملي ورځ ولمانځل شوه.

د دغه وزارت مشرتابه او کارکوونکو، نن دوشنبه د زمري اوومه نېټه یا د بیرغ نړیواله ورځ، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځله.
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سرپرست وزیر، محمد فهیم. . .

بېرته خبرونه ته