د MTN مخابراتي شبکې عمومي رئیس سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د پیژندنې ناسته

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۸:۲۹
دیدار وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی با رییس عمومی شبکه مخابراتی MTN

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د ام ټي ان مخابراتي شبکې عمومي رئیس عباد ردا سره وکتل.

پدې غونډې کې د ام ټي ان شبکې رئیس د ګډې همکارۍ او د مخابراتو په سکتور کې د یو شمیر ننګونو د حل په اړه خبرې وکړې او پدې برخه کې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه څخه د پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري ښاغلي عباد ردا ته د ښه راغلاست پرمهال څرګنده کړه چې د مخابراتو په سکتور کې ډیره پانګونه شوې ده او هیوادوالو ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره ګډ او هدفمن کار ته اړتیا شته.

دیدار معصومه خاوری با عباد ردا رئیس عمومی شبکه مخابراتی MTN

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې همدا راز ټینګار وکړ چې د مخابراتو وزارت د خپلو دندو او مسؤلیتونو په چوکاټ کې هڅه کوي ترڅو د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو د ودې، پراختیا او غوره کیفیت لپاره اړینې تګلارې وړاندې او اجراات ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۹:۴۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د دغه وزارت له دفترونو او څانګو څخه لیدنه وکړه

پرون د کوچني اختر له رخصتۍ وروسته، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري د وزارت بیلابیلو...

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۲ - ۸:۴۴
Background image

معصومې خاوري د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې ګډون وکړ او د جرګې پوښتنو ته یې ځوابونه وویل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د معلوماتو ورکولو او...

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د وروستیو پیښو شهیدانو روح ته دعا لپاره د قرآن عظیم الشان د تلاوت مراسم پرځای شول

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې په ملي ماتم کې د غمشریکۍ او د کابل په لویدیځ د سید الشهدا عالي لیسې کې د وروستۍ غمجنې پیښې، او همداراز په لوګر ولایت کې د وروستیو پیښو د. . .

بېرته خبرونه ته