د پکتیکا ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې د روشن مخابراتي شرکت د څوارلسو سایټونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۳۹
مخابرات ولایت پکتیکا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او روشن مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې دڅوارلسو مخابراتي سایټونو انټرنېټي خدمتونه 4G ته لوړ شول او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي مخابراتي شرکت د 4G انټرنېټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یاد ولایت اړوند سیمو اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د پکتیکا ولایت اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۵۴
Background image

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د سلام مخابراتي شبکې د څلورو مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شو

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د افغان ټیلی کام مخابراتي شرکت...

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې د روشن مخابراتي شرکت د څوارلسو سایټونو ظرفیت لوړ شو

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او روشن مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې...

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۲:۲۲
Background image

بېرته خبرونه ته