د پکتیا ولایت جانیخیلو ولسوالۍ کې انټرنیټي او مکالماتي خدمات پیل شول

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۲۵
مخابرات ولایت پکتیا

هېواد کې لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي پوښښ او همداراز د هېواد جنوب ختیځو ولایتونو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایت جانیخیلو ولسوالۍ ته د منظور شویو سایټونو له ډلې یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

یاد مخابراتي سایټ د جانیخیلو ولسوالۍ رجبیګي کوتل سیمه کې په فعالیت پیل وکړ چې د یادې سیمې اوسېدونکو لپاره به 4G  انټرنیټي خدماتو سربیره مکالماتي خدمات هم وړاندې کوي او د پکتیا ولایت د جانیخیلو ولسوالۍ د اوسېدونکو مخابراتي ستونزې چې پخوا یې درلودې حل کړي.

د یادونې وړ ده د یادې ولسوالۍ په یو شمېر نورو سیمو کې هم د مخابراتي سایټونو د جوړولو په موخه سروې ترسره شوې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکز ګرمۍ د فعالېدو اړوند خبرتیا!

نن د پنجشنبې ورځ د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ میاشتې ۱۳مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکز ګرمۍ دستګاه، د وزارت د درې گوني ټاکل شوي هیأت...

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت مرکز کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پیرېدونکو خدمتونو څانګه پرانیستل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا اداره تل هڅه کوي چې د هېواد په ټولو برخو کې د مخابراتي شبکو د پوښښ تر څنګ...

بېرته خبرونه ته