د وزارت د بودیجې لګښت او د پراختیایي پروژو وضعیت ارزولو لپاره اوونیزه غونډه جوړه شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۵:۳۴
جلسه ۱۸ جوزای ۱۴۰۰ هیئت رهبری وزارت مخابرات

د بودیجې د لګښت اوونيزه غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري په ریاست د پراختیايي پروژو د یو شمیر رئیسانو او چارواکو په ګډون جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د پراختیایی پروژو حالت او پرمختګ او د بودیجې اغیزمن لګښت په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

د افغانستان د معلوماتي ټکنالوجۍ پراختیایي پروژې، کاسا ډیجیټل، د ښوونې او روغتیايي سکتور لپاره د ځمکني سټیشن رامینځته کول، د انټرنیټ تبادلې مرکز (NIXA) پروژه، د افغانستان د معلوماتو ملي مرکز په کلاوډ بدلول او د بریښنایی تصدیقونو لپاره زیربنا رامنځته کول د وزارت مهمې پروژې دي چې په اړه یې جلا جلا بحث او خبرې وشوې.

دې ناستې ته د اړونده پروژو رییسانو او چارواکو، د تیرو لارښوونو سره سم، د ورسپارل شويو دندو په پلي کولو کې د خپلو اجرااتو راپورونه وړاندې کړل.

جلسه هفته وار هیئت رهبری وزارت مخابرات ۱۸ جوزای ۱۴۰۰

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د غونډې د غړو د راپورونو اوریدو وروسته اړونده مسئولینو ته لارښوونه وکړه ترڅو د ننګونو د له منځه وړلو او د پروژو د ګړندي پلي کولو لپاره جدي اقدامات او هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۱:۳۱
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۴:۱۸
Background image

زابل ولایت دای چوپان ولسوالۍ کې 3G انټرنیټي خدمتونه فعال شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس او د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۰:۳۱
Background image

د پکتيکا ولايت یو شمیر ولسواليو کې د سلام مخابراتي شرکت له سايټونو څخه بررسي ترسره شوه

د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د یاد ولایت ډيلي، اومنې، اُرګون او ګيان ولسوالیو...

بېرته خبرونه ته