د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د ام ټي ان مخابراتي شرکت ګروپ (MTN) د عمومي مرستيال محترم اسماعیل جرودی (Ismail Jaroudi) سره ولیدل.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د خپل کار په دفتر کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت ګروپ (MTN) د عمومي مرستيال محترم اسماعیل جرودی (Ismail Jaroudi) او په افغانستان کې ددغه شرکت د ټولو مسؤولينو سره ولیدل.
د ليدنې په ترڅ کې دواړو خواوو د افغانستان د مخابراتو سکټور کې ددغه شرکت د پانګونې، د مبایل له لارې د معاشاتو د تاديې خدماتو پراختيا(Mobile Money)، د ډارک فایبر له لارې د نوري فایبر شبکې پراختيا، د خدماتو کېفيت ته ځانګړې پاملرنې او د انټرنېټ د بېو د کمښت په اړه هر اړخيزه خبرې وکړې.