د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د چین ـ افغانستان ګډ پُستي ټکټ په نندارتون کې ګډون وکړ

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۷/۱۷ - ۹:۳۶
اشتراک هیئت رهبری وزارت مخابرات در نمایشگاه مشترک تکت پُستی چین – افغانستان

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د ۱۳۹۷ کال د تلې میاشتې په ۱۷ مه نيټه د چین او افغانستان ګډ پستی ټکټ په نندارتون کې چې د پُست د نړیوالې ورځې د نمانځنې په موخه پد چین د سفارت او د مخابراتو وزارت په همکارۍ د یاد سفارت په ودانۍ کې جوړ شوې و، ګډون وکړ. 
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اريوبي په خپلو خبرو کې د دوست هیواد چین له مرستو مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې د افغانستان د پُستي خدماتو په پراختیا، سمون او وده کې له مخابراتو وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ښاغلي اریوبي زیاته کړه د چین هیواد سره ددوستۍ په پار، د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې او د چین هیواد د اویایمې کلیزې د ملي ورځی په پار په پام کې لري چې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت د افغان پوسټ ریاست لخوا ګډ پستي مهر چاپ کړي.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۷/۹/۲۴ - ۱۲:۳۷
Background image

مخابراتي سکټور کې د الکوزي شرکت د پانګونې په اړه بحث

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن په خپل کاري دفتر کې د اقتصاد وزیر محترم مصطفی مستور، د اترا ادارې مرستيال محترم سيلاب اميري او د تدارکاتو د ملې ادارې استازو. . .

چهارشنبه ۱۳۹۷/۹/۲۱ - ۱۷:۲۵
Background image

افغان ټېلېکام او سلام مخابراتي شبکه د پراختيا په حال کې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه، هېوادوالو ته د ښه خدماتو د وړاندې کولو لپاره تل د اړوندو مسؤولينو سره د هغوی د پلانونو او پروګرامونو په لازمې لارښوونې کوي.

د مخابراتو او. . .

چهارشنبه ۱۳۹۷/۹/۲۱ - ۱۶:۷
Background image

په ننګرهار ولایت کی د پاسپورتونو د توزیع لپاره د نوی تعمیر پرانیسته وشوه

په ۱۳۹۷/۹/۲۱ نیټه د ننګرهار ولایت د پاسپورتونو د ویشلو نوی ودانۍ د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.

په یاده غونډه کې د ننګرهار ولایت د ټولنیزو چارو مرستیاله آغلې حبیبه کاکړ، د ننګرهار. . .

بېرته خبرونه ته