د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارمندانو ته د وړتیا لوړونې یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
ورکشاپ ارتقای ظرفیت

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست د دغه وزارت د آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په هدف د پلان جوړونې او راپور ورکولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.

په یاد ورکشاپ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (آترا)۴۰ تنو اجرایوي رئیسانو او لویو مدیرانو برخه اخیستې وه.

په دغه ښوونیز پروګرام کې د پلان جوړونې نوی چوکاټ ، د راپور ورکولو او د پلانونو د ترتیب او جوړولو طریقه، د وزارت د پراختیایي پلانونو په اړه د راپورونو چمتو کولو او د پراختیایي پروژو د پرمختګ سلنې په اړه اړین معلومات او لارښوونې وړاندې شوې.

د یاد ورکشاپ په پای کې مسؤلینو د ګډونوالو پوښتنو ته لازم او قناعت وړ ځوابونه ورکړل.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۲:۲۹
Background image

هرات ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې د دریو مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت د پشت کوه ولسوالۍ...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د خوست ولايت په دوه منده ولسوالۍ کې د دوه مخابراتي سایټونه د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د خوست ولايت...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت په مرکز اویوشمیر ولسوالیو کې د دریو مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او...

بېرته خبرونه ته