د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د جوزجان ولایت له والي سره لیدنه وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۳:۸
ولایت جوزجان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د جوزجان ولایت والي قاري صاحب ګل حیدر سره په یاد ولایت کې د مخابراتي ستونزو او آسانتیاو رامنځته کېدو په تړاو خبرې وکړې.

د جوزجان ولایت والي محترم قاري ګل حیدر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې تېرو دوه نیمو کلونو کې یې د یاد ولایت ډېری سیمې تر پوښښ لاندې راوستي او  ۲۷مخابراتي سایټونه یې فعال کړي.

د جوزجان ولایت د والي په خبره دوی د پاتې هغو سیمو چې تر دې دمه لا هم له مخابراتي ستونزو سره مخ دي د وزارت له مشرتابه د مخابراتي آسانتیاو د رامنځته کېدو غوښتنه کوي .

 دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د جوزجان ولایت والي او د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست رییس ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې جوزجان ولایت کې تېرو دوه کلونو کې کابو ۲۷مخابراتي سایټونه فعال شوي او همدا راز په نوي پلان کې ورته ۱۱ نور ټاورونه هم په پام کې نیول شوي چې په فعالېدو سره به یې د جوزجان ولایت ډېری محرومې سیمې تر پوښښ لاندې راشي او ولسونو ته به مخابراتي چوپړ برابر کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر صاحب د جوزجان ولایت محترم والي ته ډاډ ورکړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د شته امکاناتو څخه افغانستان کې د ټکنالوجۍ او مخابراتو د ودې او پرمختګ لپاره پوره استفاده کوي او د پرمختګ پر لور چټک ګامونه اخلي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۲:۳۴
Background image

نورستان ولایت کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس نورستان ولایت کې د افغان بسیم مخابراتي شرکت استازولیو لپاره...

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۱:۵۳
Background image

د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په تیتمور سیمه کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې د یوه مخابراتي سایټ د جوړېدو...

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۱:۲۹
Background image

د ارزګان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د ارزګان پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم حاجي ملا زین الله فاروقي د ټکنالوجۍ اهمیت په اړه...

بېرته خبرونه ته