د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېوادوالو ته د اسانه خدماتو د رسولو او نورو اسانتياو برابرولو په موخه په نږدې راتلونکي کې د پاسپورټ اخیستلو لپاره د انلاين اپلکېشن پرانېسته کوي.
په همدې موخه نن د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د چارو ادارې استازو، د کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي رئیس، د سرحدي پولیسو، اسان خدمت ادارې مسؤولینو سره ولیدل چې ددغه مهمې برنامط د پرانېستې لپاره امادګي ونیسي.
ښاغلي آريوبي وویل چې د آسان خدمت ادارې تخنيکي ټيمونو له څو مياشتو را هیسې ددغه سیستم او ملي برنامې لپاره هلې ځلې کړي او اوس هېوادوال کولی شي، په ډېرې اسانۍ سره د پاسپورټ اخیستلو لپاره فورمونه په انلاين توګه ډک کړي او د وخت له ضايع کېدو پرته پاسپورټ تر لاسه کړي.
د يادولو وړ ده چې ددې تر څنګ اوس د پاسپورټ سيسټمونه، د ټولو هوايي مېدانونو، سرحدونو او الکټرونيکي تذکرې سره وصل دي او د هويت او اشخاصو د تثبيت په برخه کې هم اسانتېاوې او همغږي رامنځته شوې.