د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیرې معصومه خاوری سره د اوولس ولایتونو د مخابراتو رییسانو تعارفي لیدنه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۱۴:۲۴
محترمه معصومه خاوری

پدې ناسته کې، د هیواد ۱۷ ولایتونو ډیجیټل همغږی کونکي (کابل، پنجشیر، بغلان، کنر، نورستان، ‏ننگرهار، لغمان، غور، پروان، فاریاب، جوزجان، لوگر، نیمروز، میدان وردک، کندز، خوست، کاپیسا و بدخشان) رئیسانو، د وزارت نوي مشرتابه ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د خپلو اړوندو ریاستونو د فعالیتونو، اجرااتو، ننګونو او د کار څرنګوالی په اړه مالومات ورکړل.

اغلې معصومه خاوري د واليانو دندو او مسؤلیتونو ته په اشارې سره او د ولایت په کچه غوښتنو او اړتیاو ته په کتو سره په دندو کې د دوی د لا زیاتو هڅو او پاملرنې غوښتنه وکړه؛ په ځانګړي توګه د کرونا دورې وروسته، چې د ټکنالوجۍ او مخابراتو رول او اهمیت خورا ډیر شوی.

په دې ناسته کې د پروګرامونو او پروژو د پلي کولو څرنګوالي او ذیربطو ادارو ترمینځ د همغږۍ پیاوړې کولو او اهمیت په اړه تفصیلي خبرې وشوې. همداراز د مخابراتو ولایتي رئیسانو ته لارښوونه وشوه چې هره ورځ د په منظم ډول په خپلو دندو کې حاضر اوسئ. د وزارت مشرتابه ژمنه وکړه چې د ولایتي څانګو سره به اړیکې او همغږي زیاته کړي ترڅو په وخت سره مسلې او ستونزې حل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۱:۳۱
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۴:۱۸
Background image

زابل ولایت دای چوپان ولسوالۍ کې 3G انټرنیټي خدمتونه فعال شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس او د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۰:۳۱
Background image

د پکتيکا ولايت یو شمیر ولسواليو کې د سلام مخابراتي شرکت له سايټونو څخه بررسي ترسره شوه

د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د یاد ولایت ډيلي، اومنې، اُرګون او ګيان ولسوالیو...

بېرته خبرونه ته