د سایبري امنیت په برخه کار په جدیت سره دوام لري
ډیجیټلي نړۍ کې چې د کار او بار او د پرمختللي سوداګرۍ لپاره اسانتیاوې رامنخته کوي کله نا کله د سایبري بریدونو سره مخ کیږۍ، لدې امله د سایبري بریدونو د مخنیوی لپاره لازمو وسیلو، کړنلارو او ټکنالوجۍ ته اړتیا شته، او له دغو وسیلو څخه د سایبر سکیورټي ټکنالوجۍ ده.
په اوسنی نړۍ کې د شخصي او اداري معلوماتو د خوندي ساتلو لپاره اړینه ده چې هریو د ډیجټلي ټکنالوجۍ پرمختللي پروګرامونو ته لاسرسۍ ولري او ورڅخه ګټه تر لاسه کړي. له نیکه مرغه د افغانستان اسلامي جموریت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سایبر سکیورټي څانګې په جوړولو سره هڅه کړیده چې هیوادوالو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
پدې برخه چې کومې لاسته راوړنې شوي دي په لاندې ډول دوي: د سایبر سکیوریټې د قانون طرح او ډیزاین، د سایبري جرمونو پر وړاندې د مبارزې تخنیکي ټیم جوړول او د جرمونو په اړه د هیوادوالو شکایتونو ته رسیدګی کول.