د جینوا دوه اړخیزه ځواب ورکولو چوکاټ لومړنۍ تطبیقي ناسته وشوه

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۱۴ - ۱۶:۳۶
د جینوا دوه اړخیزه ځواب ورکولو چوکاټ لومړنۍ تطبیقي ناسته وشوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د ماليې وزارت په خیبر هال کې د جینوا کنفرانس تطبیقي شاخصونو لومړنۍ ناسته د ګډون تر څنګ يادونه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په هر اړخیزه توګه د جینوا د ژمنو پلي کولو په پروسه کې همکاري کوي.

د دې ناستې د جوړېدو موخه د ۲۰۱۹- ۲۰۲۰ کلونو لپاره د جینوا دوه اړخیزه حساب ورکولو چوکاټ له سند سره سم د دولتي ادارو او د افغانستان نړیوالو پراختیایي همکارانو ترمنځ د ګډو ژمنو بیا شریکول، د همغږۍ لا پیاوړې کولو لپاره د لوړ پوړو چارواکو په کچه په اغېزمنه او ګټوره توګه د یادو ژمنو پلي کول او د مسؤلو برخو د ژمنو پلي کېدو پلان نهایي کول دي.

همدا راز محترم شهزاد آريوبي په دغه ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې د خپلو عملي شوی چارو راپور د ګډونوالو سره شریک کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۷ - ۱۵:۱
Background image

په افغانستان کې د نړېوال بانک استازي سره لیدنه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد اريوبي نن د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د نړېوال بانک د مخابراتي مقرراتو ارشد کارپوه محترم Rajendra Singh سره د لیدنې تر څنګ د. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۶ - ۱۳:۱۰
Background image

د لومړي ځل لپاره په افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت کې د انټرنټ بنډوېټ د توزیع د مدیریت سیستم(Bandwidth Management System) جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت د معلوماتي ټکنالوجۍ، تجهيزاتو، د بنډویټ د ویش د مدیریت او د کار څرنګوالي څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي. . .

شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۴ - ۱۶:۴۱
Background image

د مخابراتي خدمتونو لس سلنه محصول، د ریال ټایم سیستم، د اترا پر وړاندې د روان کمپاين، د انټرنیتي قمیتونو د ټيټوالي او د فسبوک شبکې د کړنلارې په اړه د مخابراتو وزیر خبری کنفرانس.

د ۱۳۹۸ کال د وری د میاشتې په ۲۴ مه نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي د یوې خبري ناستې پر مهال وویل د مخابراتو، مالیې وزارتونو او اترا اداې د ګډې کمیټې له لوري. . .

بېرته خبرونه ته