د بریښنا او اوبو رسونې د تدارکاتو او اجناسو چمتوکولو د ورکړې اعلان
د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د ۲ فقرې په اساس خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلواتي ټکنالوجۍ وزارت، د بریښنا او اوبو رسونې د تدارکاتو او اجناسو چمتوکولو لپاره د اعتماد درخشان لوژستیکی خدمات شرکت ته چې د کابل ښار د شهید مزاری وات د دشت برچی ګولای مهتاب قلعه کې موقعیت لري د یو میلیون درې سوه درې نوي زره او اوه سوه درې پنځوس اعشاریه پنځه اویا (۱٫۳۹۳٫۷۵۳.۷۵) افغانیو په قیمت ورکړي. هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې اعتراضونه لري کولای شي د دې خبرتیا خپریدو له نیټې څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي بڼه د دلیلونو سره یوځای د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون معنی نلري او د پورته ذکر شوي نیټې او د قرارداد د قانوني مرحلو تر بشپړیدو پورې به نه لاسلیک کیږي.
په درنښت
معصومه خاوري
د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ سرپرست او نومانده وزیره