د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت د رهبري هئیت غونډه جوړه شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۸:۱۲
hh

پرون سه شنبه، د روان ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په  ۱۷ نیټه د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت ناسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست ښاغلي محمد فهیم هاشمي په ریاست جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې، د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت د خدمتونو د تطبیق او څرنګوالي په اړه راپور ارزونه وشوه او د دې شرکت په چاروکې پر ډله‌ییزو او شفافو پریکړو‌ ټینګار وشو.

ښاغلي هاشمي د ډله‌ییزو پریکړو په ټینګار سره وویل چې له نن څخه به د دې شرکت پورې اړوند ټولې پریکړې باید په ګډه او د اجرایوي بورډ لخوا ونیول شي. هغه زیاته کړه چې پدې شرکت کې د افرادو هرډول بدلون او برطرفی باید بند شي مګر دا چې د اصولو، اړتیا او یا اصلاحاتو پراساس او موخه وي.

همدا راز غونډه د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت د خدمتونو په بیلا بیلو اړخونو ارزونه وکړه او اړوند چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې احتمالي ننګونې او نیمګړتیاوې په ګوته کړي او ژر تر ژره د حل لپاره یې اقدام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۱۷:۱۷
Background image

محترمه معصومه خاوري د وزارتونو د معلوماتي ټکنالوجۍ(IT) رییسانو سره کتنه وکړه

د وزارتونو بیلابیلو ادارو معلوماتي ټکنالوجۍ څانګو رئیسانو او مسوولینو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوۍ سرپرست او نوماند وزیرې اغلې معصومه خاوري سره د یوې تعارفي ناستې په ترڅ کې د لا ډیرو. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۱۴:۲۴
Background image
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د مخابراتو وزارت او افغان ټلیکام مخابراتي شرکت مشرتابه سره د معصومه خاوري لیدنه او پر ګډ کار ټینګار

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرستې وزیرې اغلې معصومه خاوري ...

بېرته خبرونه ته