د افغان ټلیکام او سلام شرکتونو په انټرنیټ بییو کې (۳۰) سلنه کموالی!

Author image
enayat_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۹ - ۱۳:۴۲
m


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، نن سه شنبه د  روان کال سلواغې میاشتې ۲۹ نېټه، د افغان ټلیکام او سلام مخابراتي شرکت عمده او پرچون بیې اعلان کړې.
په دغه ناسته کې ښاغلي هاشمي وویل: «اوسمهال انټرنیټ د افغان ولس تر ټولو ستره اړتیا حسابیږي او مونږ هڅه کوو، په دې برخه کې دوی ته لا ښه فرصتونه رامېنځته کړو.»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له ژمنې سره سم، د انټرنیټ په عمده بییو کې تر ۳۰ سلنه او سلام مخابراتي شرکت په پرچون انټرنیټ بییو کې تر ۲۰ سلنه کموالی راووست، چې په دې اساس له خصوصي مخابراتي شرکتونو هم هیله مند یو، څو په خپلو انټرنیټي بییو کې کموالی اعلان کړي.

m

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۸:۳۵
Background image

په زابل ولایت کې نه پنځوس (۵۹) تنه د کمپیوټر روزنیز مرکز څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د زابل ولایت د ډیجیټل همغږۍ ادارې د کمپیوټر مهارتونو روزنیز مرکز څخه...

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۸:۲۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ساینس او نوښت رئیس معرفي شو

ښاغلی محمد توفیق پوپل رسما د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ساینس او نوښت ریاست د رئیس په توګه معرفي شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۹:۵۸
Background image

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دریو مهمو اقتصادي پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د آغلې ‏معصومه خاوري وینا

نن ډیر خوشحاله یم چې په یوه خورا مهمه تاریخي پیښه کې چې د دوه ښه ګاونډي هیوادونو چې اوږد ‏مهاله دوستانه اړیکې...

بېرته خبرونه ته