خوست ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه وشوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۵:۳۹
مخابرات ولایت خوست

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري په خوست ښار کې د مخابراتي شبکو دپیرودونکو له نمايندګيو څخه د سیمکارټونو د خرڅلاو، ثبت او راجسټریشن او د خلکو شکایتونو ته د رسیدنې په موخه څارنه ترسره شوه

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو په وړاندې کولو کې شته نیمګړتیاوې په نښه شوې او د حل په موخه یې یادو شرکتونو ته لازمې لارښوونې وشوې.

د یادونې وړ ده چې خوست ولایت کې د مخابراتي شبکو مسوولینو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د کړنلارې مطابق مخابراتي چوپړ وړاندې کوي او له مخې یې خپلې چارې تر سره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۳:۱۱
Background image

د لوګر ولایت جوزار سیمه کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې تر سره شوه

د یاد مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي چې جوړیدو سره به یې د یادې سیمې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د اټوما مخابراتي شرکت له رهبرۍ سره ناسته وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د انوسټکام اې اف عمومي  رئيس ښاغلي جمال رمضان، د اټوما مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي هشام رمضان او...

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۳:۱۹
Background image

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۶۸ تنه فارغ شول

د فراغت د مراسمو په ترڅ کې د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم ملا محمد انور قیام ، د بیلابیلو ادارو کارکونکو...

بېرته خبرونه ته