دغور ولایت په مرکز کې دافغان بیسیم مخابراتي شرکت نوی سایټ په فعالیت پیل وکړ

naweed_admin
Wed, Sep 25 2024 3:16 PM
ولایت غور

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د غور ولایت مرکز اړوند په دامنه ای یار فولاد سیمې کندلباش کلي کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې آمریت د ګډو هڅو په ترڅ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو نوی سایټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې چې د سروې چارې یي پخوا بشپړې شوې وې، په فعالیت پیل وکړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد سایټ په فعالېدو سره د سیمې اوسېدونکو خوښي څرګنده او د مخابراتي پوښښ په برخه کې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅې وستایلې.

سایت مخابراتی در ولایت غور

د یادونې وړ ده د غور ولایت اړونده تیوره ولسوالۍ کې د دوو مخابراتی سایټونو او په چهارسدې ولسوالۍ کې دیوه مخابراتي سایټ ودانیزې چارې روانې دي چې په فعالیدو سره به یې د یاد ولایت ډېری محرومې سیمي له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شي.