د جوزجان ولایت شبرغان ښار کې د سلام مخابراتي شبکې نوې څانګه پرانیستل شوه

naweed_admin
Sat, Nov 25 2023 3:36 PM
ولایت جوزجان

د مخابراتو وزارت د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سلام مخابراتي شبکې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د مخابراتي خدمتونو نوې څانګه جوړه او پرانیستله.

اوس د شبرغان اوسیدونکي کولای شي له یادې څانګې څخه سیمکارتونه او نور مخابراتي توکي ترلاسه او همداراز خپلې مخابراتي او انټرنټي ستونزې په اسانۍ سره حل کړي.