د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د روشن مخابراتي شرکت له رئیس سره لیدنه وکړه

naweed_admin
Tue, Nov 11 2025 6:20 PM
حمدالله نعمانی وزیر مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د روشن مخابراتي شرکت له رئیس ښاغلي وایچک پلوسکي سره د مخابراتي سکټور اړوند موضوعاتو خبرې وکړې.

د روشن مخابراتي شرکت دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې د چارو د پرمختګ او همداراز قانوني مواردو په برخه کې یې ورسره تل همکاري کړې او یاد شرکت هم هېوادواولو ته د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې خپله ژمنتیا لري او په خبره یې دوی د خپلو خدمتونو د پراخولو او د هېواد ګڼو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو پلانونه لري.

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د مخابراتي سکټور د پرمختګ او اوسني عصر کې یې د هغې په ارزښت معلومات وړاندې کړل او یادونه یې وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا اداره ټولو مخابراتي شرکتونو سره د خدمتونو په پراخولو او همداراز مخابراتي سکټور د ودې په برخه کې له دوی سره د تل په څېر د همکارۍ ډاډ ورکوي.