د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټوما مخابراتي شرکت له رئیس سره لیدنه وکړه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د اټوما مخابراتي شرکت له رئیس ښاغلي هشام رمضان سره د مخابراتي خدمتونو پر پوښښ، د هېواد لویو لارو د مخابراتي ستونزو د حل او ورته نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
د اټوما مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي هشام رمضان ډاد څرګند کړ چې شرکت یې افغانستان کې د غوره مخابراتي پوښښ د وړاندې کولو او د هېواد ګڼو برخو ته د لویو لارو په شمول د مخابراتي آسانتیاو د برابرولو هوډ لري چې په اساس به یې د یاد شرکت خدمتونه د هېواد لرو پرتو سیمو ته ورسېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د هېواد لرو پرتو او لویو لارو ته د مخابراتي آسانتیاو رسول اړین یاد کړل او یادونه یې وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا اداره مخابراتي شرکتونو سره په ټولو قانوني برخو کې همکاره ده او هڅه کوي د دوی ستونزې پر وخت حل کړي.
په پای کې د اټوما مخابراتي شرکت رییس ښاغلي هشام رمضان هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې له دوی سره یې د مخابراتي سکټور د ودې او پراختیا په برخه کې مرسته کړې او خپله ژمنتیا یې ښودلې.
