زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابرتي شرکت د یوه سایټ انټرنیټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
Mon, Oct 07 2024 3:04 PM
ولایت زابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اړوند فقیرزو نرۍ سیمه کې د یوه  مخابراتي سایټ انټرنیټي خدمتونه له ۲ جي څخه ۳جي ته لوړشول او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د ۳جي انټرنیټي خدمتونو په فعالیدو سره به د نوموړي ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اړوند فقیرزو نرۍ سیمې  اوسېدونکي وکولای شي په لوړ کیفیت چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اړوند فقیرزو نرۍ سمې  اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.