د وزير لنډه پېژندنه - د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت

د وزير لنډه پېژندنه

ښاغلی  عبدالرزاق وحیدی دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی وزیر

 

د عبدالرازق وحیدي د محمد موسی وحیدي ځوی د مخابراتو او معلوماتی  ټکنالوجۍ  وزیر لنډه پیژندنه

ښاغلی عبدالرزاق وحیدي په ۱۳۵۵ کال د جوزا په ۱۹ مه نیټه په کابل کې په یوه مذهبي کورنۍ کې دنیا ته راغلی دی. نوموړې په ماشوم توب کې د خپلې کورنۍ سره ایران ته ګډه وکړه او په اصفهان کې میشت شو. عبدالرزاق وحیدي په ریاضي کې ډیر پوهیده او د لیسې په دوره کې د زده کړو پر مهال یې وکولای شول چې د ایران د ریاضي المپیاد څخه د برونز مډال ترلاسه کړي، خو د دې له امله چې افغاني تابعیت یې درلود په نړیوالو المپیادونو کې د ګډون څخه بې برخې پاتي شو. په کال ۱۳۷۳ کې د عمومي کانکور له لارې د اصفهان پوهنتون ته کامیاب شو او د خپل شوق له مخې یې د ریاضۍ رشته غوره کړه. د لیسانس او ماسټرۍ دوره یې د اصفهان په پوهنتون کې بشپړه کړه او د ماسټرۍ په دوره کې اول نمبره فارغ شو.

د ماسټرۍ دورې تر تکمیلیدو وروسته یې د اصفهان او د ایران آزاد پوهنتون کې په تدریس پیل وکړ. په افغانستان کې د طالبانو د نظام په ړنګیدو او د نوي نظام په راتلو سره پوهنیار عبدالرزاق وحیدي په کال ۱۳۸۱ کې خپل هیواد ته راستون شو او د هغې مینې پر بنسټ چې له خپل مورني ټاټوبي سره یې لرله، د کابل په پوهنتون کې یې د ریاضي په برخه کې په تدریس بوخت شو ځکه چې تدریس د ده له پاره د ژوند یو مهم اصل ګڼل کیږي. د ۱۳۸۲ نه تر ۱۳۸۴ کال پورې د کانکور د کمیټې غړی شو او د نورو استاذاتو سره یو ځای یې د کانکور د کمپيوټري سیستم بنسټ کیښود. د نورو علمي خدمتونو په برخه کې یې د ښوونکو د زده کړې ډي وي ډي ( ملګرې لارښود) په نوم په پښتو ژبه جوړه او د علم دوسته کسانو په واک کې یې ورکړه. همدا راز یې په کال ۱۳۸۴ کې د افغانستان د ریاضي پوهانو او د ریاضۍ د فارغانو په ګډون یو انجمن جوړ کړ. ده په همدغه وخت کې د یونسکو دفتر په مرسته د پوهنې وزارت له پاره نوې طرحې جوړې کړې چې د هغې له جملې څخه د پوهنې وزارت له پاره ( بودجه د برنامې په اساس جوړولو) پروګرام د IIEP په مرسته معرفي کړ. د پوهنې وزارت له پاره د پنځه کلن پلان په جوړولو کې یې ګډون درلود او د هر پروګرام د ارتباطي استازي سره یې له نژدې کار کړی دی.

په کال ۱۳۸۵ کې د ازادې سیالۍ له لارې د مالیې وزارت د اداري رییس په توګه وګمارل شو. ښاغلي وحیدي وکولاۍ شول چې په لږ وخت کی د مالیې وزارت په ډیرو سیستمونو کې بنیادي بدلون مینځ ته راوړي او د یو کارپوه او زیارکښ رئیس په صفت و پیژندل شو. پوهنیار وحیدي په مالیې وزارت کې د کار کولو سره د اکاډمیک چاپیریال څخه لرې نه وو او په افتخاري ډول د کابل پوهنتون کې د استاذۍ او پوهنیارۍ په مقدسه دنده خدمت وکړ.

په کال ۱۳۸۹ کې د مالیې وزیر په وړاندیز د مالیې وزارت د ریاست دفتر د سرپرست په توګه مقرر شو. په ریاست دفتر کې ده وکولای شول چې د مالیې وزارت، نورو وزارتونو، ادارو او پارلمان ترمنځ همغږي رامنځ ته کړي او د ۱۹ میاشتو همکارۍ څخه وروسته د ۱۳۹۰ کال د قوس په دویمه نیټه د مالیې وزیر په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوریت د ۵۷۵۸ حکم له مخې د مالیې وزارت د اداري معین په صفت وټاکل شو.

عبدالرزاق وحیدي د کار د پیل سره سم د مالیې وزارت کاغذي سیستم ختمولو او د نوي کمپیوټري سیستم د مینځ ته راوړلو هوډ درلود. هغه په بریالیتوب وکولاې شول چې د آرشیف پخوانې کاغذي سیستم په کمپیوټري سیستم مجهز کړي. همدې ته روته یو  سیستم څه وخت د مخه د یو ګاونډي هیواد له خوا د خورا زیاتو ستونزو په درلودلو سره د مالیې وزارت په اختیار کې ورکول شوی وو، خو پوهنیار وحیدي د دې سیستم د کره کتنې، مهندسۍ او کار اخیستنې په اړه څیړنه وکړه او خپلو نه ستومانه کیدونکې هلو ځلو په نتیجه کې یې په عملي توګه د آرشیف اوسني سیستم تطبیق کړ. ورپسې د توکو د ثبت او ذخیرې سیستم جوړ شو او د هغې نه وروسته یې د دولتې املاکو سیستم چې د کمپیوټري مکتوبونو ګرځنده سیستم د الکترونیکي حکومتدارۍ لومړې مرحله ده چې د دې سیستم په فعالولو سره د مالیې وزارت رهبري هیئت وتوانیده چې د خپلو کارکوونکو ورځنۍ چارې  وڅاري. دا سیستم هم په کار کې چټکتیا زیاتوي او هم مراجعینو ته  آسانتیاوې را مینځ ته کوي. همدا راز د بې ځایه تعلل او فساد مخنیوې کوي. د تیلو د زیات لګښت څخه د مخنیوي په موخه او د ډریورانو د خط سیر د معلومولو د پاره د GPS سیستم فعالول هم د نوموړي په واسطه تطبیق شو. وحیدي دا هوډ درلود چې د بودجوي امکاناتو په لرلو سره به د الکترونیکي مکتوبونو سیستم، د حاضرۍ الکترونیکي سیستم او ځنې نور ټکنالوژیکي سیستمونه د افغانستان په ټولو ولایاتو کې پلي کړي. د یادونې وړ ده چې صکوکو مطبعې د پاره د اوسنې کاغذي سیستم د ختمولو د پاره د دوست هیواد آلمان سره د صکوکو مطبعې د پاره د ودانۍ او نوې ټکنالوژۍ تجهیزاتو او نوې سیستم د را مینځ ته کولو پروتوکول لاسلیک کول هم د پوهنیار وحیدي د لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي.

ښاغلي عبدالرزاق وحیدی د روان ۱۳۹۴ کال د ثور د میاشتې په لومړی نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزیر په حیث و ټاکل شو.