معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیال

ښاغلي ایمل مرجان

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ  وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیال 

ښاغلی ایمل مرجان د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ  وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیال د 1977 کال د اپریل د میاشتې په 15 نیټه په افغانستان کې زیږدلی دی. ښاغلی مرجان خپلې لومړنۍ او لوړې زده کړې په پاکستان هیواد کې تر سره کړي دي او همدارنګه د لیسانس او ماسټری تر کچې  یې په 1999 او 2001 کلونو په اوږدو کې  د کمپیوټر ساینس په رشته کې د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون څخه ترلاسه کړی.

ښاغلي ایمل مرجان په 2013 کال د دسمبر په 18 نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ د مرستیال په توګه وټاکل شو. چې د دغه معینیت په چوکاټ کې د بریښنایي حکومتداری ، د ټکنالوجي او نوښت  او د معلوماتو د امنیت  ریاستونه فعالیت لري. مخکي تر هغه ښاغلي مرجان د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ لوی رئیس په توګه دنده ترسره کړیده.

همداراز ښاغلي ایمل مرجان د شپږو کلونو لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې د مخابراتي  او معلوماتي ټکنالوجۍ د رئیس په توګه دنده تر سره کړیده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د ودې لپاره یې د پام وړ پالیسی، ستراتیژی، مقررات او مهمو پروژو طرحې یې جوړې کړي دي.

همداراز ښاغلي مرجان په 2002 – 2005 کلونو کې د ICT ملي سلاکار په توګه دنده تر سره کړې چې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجی د ستراتیژی، د ISP جوازونو د تنظیم او صادرولو، انټرنټ، CCTLD، بریښایي حکومتولۍ او وړتیا لوړولو په برخو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجی وزارت ته ګټورې او لازمې مشورې ورکړي دي.

ښاغلي ایمل مرجان د افغانستان لپاره د مرستو د سمون په اداره AACA د معلوماتي ټکنالوجۍ سلاکار په توګه دنده ترسره کړی ده. همدارنګه ښاغلي ایمل مرجان د نړیوال بانک د GDLN پروژې چې په لومړي ځل 8 دولتي ادارې یې د انټرنټ سره نښلولي د پروژې د مدیر په توګه خدمت سرته رسولی. همداراز ښاغلي مرجان په 1999 کال کې د افغانستان د کمپیوتر ساینس د اتحادیې بنسټ ایښی دی.

ښاغلي مرجان په 2000 کال کې په جلال اباد کې د ساینس او ټکناولجۍ اسلامی پوهنتون د کمپیوتر ساینس څانګې د علمی او تخنیکي سلاکار په حیث دنده ترسره کړیده. او په لومړی ځل يې په هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د نصاب طرحه يې جوړه کړې ده او د کمپیوتر د اساساتو د زده کړې او مطالعې په برخه کې د پروګرامونو په جوړولو کې یې د پام وړ مرسته کړې ده. او د 2002- 2004 کلونو کې د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون په اقتصادی ریاست او د کابل پوهنتون د کمپیوتر ساینس په څانګه کې ناظر غړي په توګه دندې تر سره کړي.