تخنیکي مرستیال - د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت

تخنیکي مرستیال

انجنیر سید احمد شاه سادات

انجنیر سید احمد شاه سادات د سید ظاهر شاه سادات ځوی په ۱۹۷۱زیږدیز کال د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالی د قلعه شاهي په کلي کې د کنړ د ساداتو په کورنۍ کې زیږیدلی دی.

لمړنۍ زده کړي یې په دره نور او ثانوي زده کړي يې په سید جمال الدین افغان لیسه کې تر سره کړي دي.

وروسته په ۱۹۸۸ زیږدیز کال کې انګلستان ته ولاړ او د الیکترونیکي انجنیری په رشته کې یې لسانس او د مخابراتو په رشته کې یې ماستریانې د انګلستان د لندن او د اکسفورد  ښار په پوهنتونونو کې تر لاسه کړي دي.

د مخابراتو په علومو کې متخصص او ۱۹ کاله مسلکي تجربه لري.

د نړۍ په بلابیلو هیوادونو او په لاندي شرکتونو کې یې دندي تر سره کړي دي:

۱ ناټل نیټورک – د انګلستان هیواد

۲ موتورولا - د انګلستان هیواد

۳ الکاتیل لوسینت – د انګلستان هیواد

۴ جرزي تیلیکام - د جرزی جزیره د جرزی دولت

۵ سعودی ارامکو - د سعودی عربستان هیواد

۶ سعودی تیلیکام شرکت - د سعودی عربستان هیواد

۷ ټیلیکام ایټالیا - د ایټالیا هیواد

۸ بي ټی سپین - د هسپانیا هیواد

 ۹ تیلیکام ایټالیا - د ایټالیا هیواد

۱۰ تیلیفونیکا - د هسپانیا هیواد

۱۱ نارټل نیټورک - د فرانسی هیواد

 ۱۲ نیټورک ټیلیکام - د انګلستان هیواد

۱۳ سویس کام - د سویس هیواد

۱۴ کنترول سولوشن - د انګلستان هیواد

۱۵ الټران ټکنالوجي - د انګلستان هیواد

۱۶ افغانن بیسیم - د افغانستان هیواد

۱۷ د مخابراتو وزارت او اترا - د افغانستان هیواد

۱۸ این سی یوایس - د امریکی هیواد / افغانستان

۱۹یونایټیډ یوټیلیټي نیټورک - د انګلستان هیواد

۲۰ اریانا ټیلیکام سولوشن - د انګلستان هیواد

۲۱ د اقتصاد وزارت - د افغانستان هیواد

 

په ګران هیواد افغانستان کې یې د افغان بیسیم سره د تخنیکي او بین المللي رومینګ منیجر په صفت دنده تر سره کړي ده او د مخابراتو په وزارت کې یې د وزارت د تخنیکی سلاکار په توګه، د پروژو د تنظیم د ادارې د مشر په توګه او د اترا د بورډ د غړي په توګه یې دندي تر سره کړي دي.

همدا راز یی د اقتصاد په وزارت کې د زیربنایې پروژو د هماهنګي په برخه کې د وزیر د لوی سلاکار په توګه دنده تر سره کړي ده.

 

     د لږي مودي لپاره یې د مخابراتو په انستیتیوت کې افتخاري تدریس هم کړی دی.

بعضي وختونو کې یې په مختلفو موضوعاتو کې مقالی هم لیکلي چه په مختلفو ویب پاڼو کې نشر شوي دي.