د پوهاند ډاکټر هادي هدایتي لنډ ژوند لیک

ښاغلی پوهاند هادی هدایتی د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ  وزارت، مالي او اداري مرستیال  په ۱۳۵۷ کال کې د کابل په ښار کې زیږدلی دی. ښاغلی هدایتي خپل ابتدایي تعلیمات یې د عبدالعلي مستغنی په لیسه کې تر سره کړی دی او په ۱۳۷۵ کال کې د کانکور په ازموینه کې د بریالیتوب څخه وروسته د کابل پوهنتون د ساینس په پوهنځي کې خپل تحصیلاتو ته ادامه ورکړه او په ۱۳۷۹ کال کۍ د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس دپارتمنټ څخه د فراغت سند تر لاسه کړی دی. او ۱۳۸۱ کال کې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د علمي کادر غړیتوب یې تر لاسه کړ. ښاغلي هدایتي د برښناییز سوداګرۍ په برخه کې خپل څیړنې وروسته د پوهنیارۍ علمي رتبې ته ترفیع کړیده.

په ۱۳۸۵ کال کې د تحصیلي بورس د ترلاسه کولو وروسته د سهیلي افریقا په ویسټرن پوهنتون کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په څانګه کې د ماسټرۍ په کچه خپل تحصیلات یې په بریالیتوب سره سرته رسولي دي.

ښاغلي ډاکټر هدایتي د ماسټری د دورې په بریاليتوب سره د بشپړولو وروسته بیرته هیواد ته راستون شو او د پوهنمل علمي رتبه یې تر لاسه کړه او همدارز د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس په پوهنځي کې د معلوماتي ټکنالوجۍ ډیيارتمنټ د مشر په توګه وګمارل شو.

ښاغلي هادي هدایتي د خپل اکاډمیکو وړتیاوو له امله په ۱۳۹۱ کال کې د کابل پوهنتون د اداري مرستیال په توګه وټاکل شو، همداراز، هغه د معلوماتو د خوندیتوب په برخه کې د علمي څیړنو په پایله کې یو شمیر رسالې تالیف کړي دي چې له امله یې د پوهندوی علمي رتبې په تر لاسه کولو بریالی شوی دی.

ښاغلي پوهندوی هدایتي په ۱۳۹۲ کال کې د دکتورا پروګرام دولتي تحصیلي بورس ترلاسه کړ او د ستونیا هیواد د تالین په پوهنتون کې د خپلو څیړنو د بشپړولو وروسته وطن ته راستو شو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې د مالي او اداري مرستیال د مقرری تر مهاله د کابل پوهنتون د اداري مرستیال په توګه خپله دنده ترسره کړې ده.

د ښاغلي پوهندوی هدایتي علمي مقالې په ملي او نړیوالو مجلو کې خپرې شوي دي او همدا ډول هغه د افغانستان په استازیتوب په ملی او نړیوالو سیمینارونو او کنفرانسونو کې ګډون کړی دی.

ښاغلي پوهندوي هادی هدایتي د تدریسی او علمي کارونو سربیره غیر دولتي بنسټونو لکه ملګرو ملتونو او د جاپان جایکا په بیلا بیلو پروژو کې هم دندې تر سره کړي دي.