ریاستونه - د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت

ریاستونه

د وزارت د مقام د دفتر ریاست :

دوزارت د مقام د دفتر ریاست دغونډو د اجنداء  تنظیم، ملاقاتونو، له سفارتونو، دولتي او غیر دولتي ادارو سره د وزارت داړیکو ټينګولو ترڅنګ د عامه تبلیغاتو خپرولو دنده پرغاړه لري. د عامه اطلاعاتو له لارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پرمختګونو څخه د خلکو خبرول، مطبوعاتي کنفرانسونه او ګردي میزونه جوړولو مسؤلیت لري. د اړیکې مجلې خپرول او په عین وخت کې د وزارت د ویاند په توګه دنده  ترسره کوي.

د معلوماتي ټکنالوجۍ عمومی ریاست:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یو کلیدي ریاست دی، یاد ریاست په هېواد کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د پراختیا په موخه د پالیسیو، ستندردونو د فعالیت څرنګوالی په هېواد کې د الکترونیکی ادارې جوړول، د افغانستان د معلوماتو د ملی مرکز جوړونه، د معلوماتو او شبکو د تنظیم محافظتي سیستم، د افغانستان د انټرنټی ډومېن نوم وېشل، د ملی انټرنېټ راجستریشن او په هېواد کې د معلوماتی ټکنالوجۍ د سکتور ملی او ودې د پروژه د پلي کولو دندې په غاړه لري.

د داخلي تفتیش ریاست :

یاد ریاست د پرمختګ څرنګوالي او د پروژو د کار بشپړېدو، لګښتونه او د عوایدو راټولونه، د بیلابیلو ادارو د کړنو څرنګوالی د پلانونو پلي کول په غاړه لري، او د اړتیا به وخت کې د وزارت مقام د لارښوونې سره سم موضوعات څیړي او پایلې د وزارت مقام ته د کړنو د اصلاح په موخه راپور ورکوي.

اداري ریاست :

اداری ریاست د دندو لایحې سره سم، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکز او ولایتونو له تخنیکي او اداري برخو سره همکاري لري. دا ریاست د اړتیا وړ پرسونل ، د پرسونل کاري وړتیاوې لوړول، ترانسپورتېشن، د قرطاسیې او موادو برابرول، د منقول او غیر منقولو جایدادونو څخه څارنه او نور اداري مسؤلیتونه پر غاړه لري.

مالي ریاست :

مالي ریاست د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ له نورو ریاستونو سره همکاري لري. د اړتیا وړ بودجې برابرول، د عایداتي منابعو څخه د عوایدو راټولول، د مصارفاتي اسنادو طی مراحل، دوزارت او ولایاتو د دویمي درجې واحدونو لپاره د اړتیا وړ بودیحې تثبیتول او اړونده ارګانونو ته د عایداتي او مصارفاتي راپورونو جوړول.

د پلان او نړیوالو اړیکو ریاست:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان او نړیوالو پراختايي پروژو تطبیقي پلان، ډیزاین او نظارت کوي، د پالیسیو ستراتیژیو پراختیا، د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د څیړنو پراختیا، د احصایو اخیستل، د نړیوالو اړیکو جوړول، له نړیوالو اتحادیو سره (APPU ،APT ،UPU کمونیکېشن) د ټیلي نړیوالي اتحادیي سره د تخنیکي همکاریو مرسته او د نړیوالو پیرودنو  د غوښتنو طی مراحل په غاړه لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت :

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ انستیتوت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په اډانه کې د لوړو زده کړو عالي مؤسسه ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالو جۍ په برخه کې مسلکی کسان د لیسانس په سویه روزي. همدارنګه د دولتی ادارو ملی او نړیوالو خصوصي مؤسسو د معلوماتی ټکنالوجۍ په برخه کې فنی او تخصصی کارونه په منل شوو موازینو تر سره کوي، یاد انستیتوت کمونیکېشن، معلوماتی ټکنالوجۍ، الکترونیکی، ساینس او پست څانګو په درلودلو سره فعالیت کوي.

http://icti.edu.af/en