تاريخچه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تاریخچه:

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ۱۹۵۵م کال کې تأسیس شو.

  افغانستان  په لومړي ځل په ۱۸۹۸م کال کې د ارګ په ماڼۍ (د شاه د اوسېدو ځای) کې د سیمداره تلیفون په ایښودلو سره د الکترونیکي اړیکو په نړی خپل ګام پورته کړ.

په ۱۹۰۸کال د تلیفون یوکوچنی سیستم چې د ۲۵ تلیفونی  مزو وړتیا درلوده د ارګ ماڼۍ شمال خواته ولګول شو، د تیلي ګراف خدمتونو سيستم  نصب بله هغه مخابراتی آسانتیا وه چې په کال۱۹۱۴م په افغانستان کې رامنځته شوه او همدارنګه په بابر بڼ (دکابل ښار تاریخي بڼ دی چې د مغول ظهیرالدین محمد بابرامپراتوری ښکارندويي کوي).کې  د دوه کیلو واټه په ظرفیت سره دتیلی ګراف سیستم  کیښودل شو چې د نظامی موخو لپاره کارول کېده.

په کال ۱۹۱۹ د ټلیفون بیلابېل سیستمونه د ۵۰ لینه او ۱۰۰ لینه سیویچبوردونه د شاه  دوشمشېره (رح) په پسته خانه کې نصب شول او په همدغه کال کې ۱۴ تحصیلي بورسونه افغانستان ته ورکړل شول چې د ټیلي ګراف په برخه کې د هیواد څخه دباندي زده کړي وکړي.

په کال ۱۹۲۰ کې د انګیستان جوړشوی د ټیلي ګراف یوبل ماشین نصب شو چې تر کال ۱۹۳۲ پورې ترې کار اخیستل کېده.

افغانستان د ۱۹۲۸ کال په اپرېل میاشت کې د ټیلي ګراف نړیوالي اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړ، د ټیلي ګراف نړیواله اتحادیه په کال ۱۸۶۵ کې رامنځته شوه او په کال ۱۹۳۲ کې د مخابراتو نړیالې ټولنې باندې بدله شوه.

په کال ۱۹۳۰کې ۷ پایې ماشینونه او د لنډو څپو ټیلیګراف د مارکوني کمپنۍ چې یوه ایټالوی کمپنۍ ده وپیرودل شول او کابل، هرات، مزارشریف، میمنې او خوست کې نصب او مونتاژ شول. د ۱۹۳۳ کال په وروستیو کې یو بل سیستم چې د لوړ ځواک آنتن یې درلوده له همغې کمپنۍ څخه واخیستل شو او د کابل  ټیلي ګراف په مرکزي ودانۍ کې نصب او مونتاژ شول. په کال ۱۹۴۹ کې د تلیفون یوه دستګاه چې ۱۳۰۰ تلیفوني مزو وړتیايي درلوده، وپیرودل شوه چې په ۱۹۵۰ کال یې د کیبل شبکه بشپړه شوه.

په کال ۱۹۵۳ م کې د زیمینس کمپنۍ څخه د تلیفون یوه دستګاه وپېرودل شوه چې د ۵۰۰۰ تلیفوني مزو وړتیا يي درلودله، چې د شبکې له بشپړېدو وروسته په کال ۱۹۵۷م په کار واچول شوه.

د زیمینس  کمپنۍ څخه د فرعي تجهیزاتو له برابرولو څخه وروسته د مخابراتو وزارت وکړای شول چې په کال ۱۹۵۹م کې د مزار شریف – کابل او کابل – کندهار  د تلیفونی اړیکو له لارې سره ونښلوي، په کال ۱۹۶۱م کې د ۱۵۰۰تلیفونی مزو د چک و سلواکیا هیواد څخه وپېرودل شوه. او په کابل ښار کې نصب شوه په همدغه کال کابل او کندهار او همدارنګه کابل له تورخم او د هېواد له شمال سره ونښلول شول.

همدغه وخت په هېواد کې ۱۴۰۰۰کیلومترو په اوږدوالي د ۳ او ۱۲ چینله سیستمونو په مرسته مخابراتي خدمتونه وړاندې کېدل، د نړیوالو مخابرو او ترانزیت په موخه د ځمکنیو اړیکو څخه په ځینو ګاونډیو هېوادونو لکه ایران، پاکستان او ترکیه  کې ګټه اخیستل کېده او د چینلونو شمېر هم له ۱۲۰ څخه زیات ؤ.

د راډیویي ترانسیور لمړنۍ ستیشن چې ۲۰ کیلو واټه ځواک لرونکی ؤ په کابل ښار کې ودرؤل شو چې د رادیو له لاري کابل له پاریس سره ونښلول شو.

 

د ۱۹۴۶ کال په وروستیو کې د ۱۰ کیلو واټو په طاقت یو راډیویي لیږدوونکی او دوه د اخیستونکي ستیشنونه د فلِپس د کمپنی څخه اخیستل شوي ؤ او د پاریس، نوي ډیلي، لندن او مسکو ترانزیتی مرکزونو سره د مخابراتی اړیکې ټینګولو په موخه ګټې ته سپارل شوي ؤ.

دپر مختیایی شبکې پروژه یا د تیلی کمیونیکشن دوهمه پروژه په ۱۹۷۳ کال کې د تیلی کمیونیکیشن نړیوالې تخنیکي اتحادیې په مشوره کابل ښارکې په لاره واچول شوه.

د درېیمې پروژې له پلي کېدو سره په نوي ښار،خیرخانه مینه او مکروریانونو کې ، فرعی اتوماتیکې دستګا وې ودرؤل شوې. د زیمِنس کمپنی په مرسته ۱۳۲۰۰ تلیفون مزي د کابل په ښار کې فعاله شول.

افغانستان په ۱۹۷۹ کال کې د آسیا پسفیک دمخابراتی ټولنې (APT)  غړیتوب ترلاسه کړ.

د ۱۹۸۳-۱۹۸۴ کلونو کې د کابل، جلال آباد، پروان، پلخمری، شبرغان او کندز په ښارونو کې کراسبار ډوله دستګاوې ودرول شوې.

د۷۰ یمي لسیزي په اوږدو کې ‎ د تلیفون او ټیلیګراف په ګډون  اساسي مخابراتي خدمتونه د ولسوالیو په کچه شتون درلود. که څه هم ډیری مخابراتي خدمتونه حکومتي ادارو پورې محدود ؤ، خو بیا هم سیمه ایزو خلکو خدمتونو ته لږ لاسرسی درلود.

په (۸۰ او۹۰) یمو لسیزو کې سیاسي- ټولنیزو نښتو او جګړو نه یواځې د افغانستان بنسټونه او شتمنۍ له منځه یوړې، بلکې مخابراتی سیستمونو یې هم ویجاړ کړل. د هیواد په ډیرو برخو کې آن تردي چي اړینو مخابراتی خدمتونه هم شتون نه درلود.

په۲۰۰۱م کال کې د لنډمهالې ادارې له جوړیدو سره سم په افغانستان کې سیاسي- اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو یو ځل بیا د هېوادوالو هیلې را ژوندۍ کړې. د انتقالي حکومت له جوړیدو څخه وروسته د ۲۰۰۲ کال په اوږدو کې او وروسته په ۲۰۰۴-۲۰۰۳ کلونو کې د ټاکنو له لارې د حکومت جوړیدو سره د خصوصي سکتور لپاره یو مناسب چاپیریال را منځ ته شو ترڅو افغانانوته په رسمي ډول د خصوصي سکتور څخه د ژوند په بیلا بیلو برخو کې ګټه پورته کړی.

د هیواد جغرافیایی موقعیت ته په کتو سره چې ډیری برخې یې غرونو نیولې دي او یو ډیر شمیر افغانان چې د هېواد دننه او بهر کې خواره دي د مخابراتی خدمتونو د اسانتیاؤ برابرول یوه اړینه موضوع ده.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د هېواد لمړنۍ اداره وه، چې د مخابراتو سکتور لپاره یې ستراتیژیکې او عمومي پالیسۍ جوړې کړې، ترڅو خصوصي شرکتونه او ادارې د مخابراتو په برخه کې د پانګونې جوګه شي.