د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د ملاتړ په موخه د پرمختللي لابراتوار پرانیسته

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۲۵

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د څېړنې او پراختیا معلوماتی تکنالوژی عمومي ریاست له لوري د نوښتونو د ملاتړ او همکارۍ په موخه پرمختللی او مجهز لابراتوار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې له مخې به یې د هېواد په کچه ګڼ هغه نوښتګر ځوانان چې د ټکنالوژۍ په برخه کې نوې او ابتکاري نظریې لري، وکولای شي خپلې طرحې او پروژې په عملي بڼه پلې او لا پراختیا ورکړي.

دغه لابراتوار به د نوښتګرو ځوانانو، څېړونکو او محصلینو لپاره د څېړنې، تجربې، نوښت او علمي همکاریو مناسب چاپېریال برابر کړي او له هغوی سره به د خپلو ابتکاري نظریو د عملي کولو په برخه کې لازمې آسانتیاوې او تخنیکي ملاتړ شریک کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۸:۳۵
Background image

د پنجشیر ولایت مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز څخه ۷۸ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې عبدالحمید نوري د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په کندز کې د روشن مخابراتي شبکې نوی آنټن فعال شو

د دغه سایټ په فعالېدو سره به د قولخ باغچې کلي اوسېدونکي مخابراتي اړیکو ته آسانه لاسرسی...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

په هرات کې د سلام شبکې درې مخابراتي آنتنونه فعال شول

د یادو آنتنونو له فعالېدو سره به د فرسي ولسوالۍ مرکز او یو شمېر سیمې د۲جی، ۳جی او ۴جی مخابراتي خدمتونو...

بېرته خبرونه ته