د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او عدلیې محترمو وزارتونو تر منځ د یو شمېر سیسټمونو د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۰
امضاء تفاهم نامه وزارت مخابرات با عدلیه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له لوري د امارتي ادارو لپاره د سیسټمونو د جوړولو په دوام د عدلیې محترم وزارت لپاره د تقنیني اسنادو د معلوماتي دیوان د پراختیا او تطبیق سیسټم، هوکړه لیک د مخابراتو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري او د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي شیخ الحدیث مولوی عبدالکریم حیدر تر منځ لاسلیک شو.

په دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ په تطبیق او په اساس یې د چارو پر چټکتیا خبرې وکړې.

ښاغلي حافظ الحاج محمد امین جان عمري ټینګار وکړ چې د سیسټمونو په تطبیق سره به معلومات خوندي او چارې آسانه شي، وخت به سپما او د اضافه مصارفو مخنیوی به هم وشي.

د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال خوښي څرګنده کړه چې اوس مهال افغانستان کې د دې فرصتونه رامنځته شوي څو د داخلي کادرونو په توسط د عصري ټکنالوژۍ په استفادې، مهم او د وخت د اړتیا مطابق او موافق سیسټمونه جوړ او امارتي ادارات او وزارتونه ترې ګټه واخلي.

د دغې سیسټم موخه د یوې مرکزي نقطې څخه د تقنیني اسنادو ثبت مدیریت، تنظیم او شفافیت دی چې له مخې به یې اسناد مصون او د اړونده کسانو لاسرسی به ورته اسانه او چټک شي همدا رنګه له تطبیق سره به یې د تقنیني اسنادو پلټنه، مطالعه او تر لاسه کولو آسانتیاوې هم رامنځته شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ریاست الوزراء عالي مقام په هدایت د هېواد ټولو امارتي ادارو او وزارتونو لپاره د چارو د آسانتیاو په موخه اړین سیسټمونه جوړ او تطبیقوي چې تر دې دمه ګڼو امارتي ادارو او وزارتونو لپاره ډېر شمېر سیسټمونه جوړ شوي او د ګڼو سیسټمونو پر پراختیا کار روان دی.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۸:۳۵
Background image

د پنجشیر ولایت مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز څخه ۷۸ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې عبدالحمید نوري د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په کندز کې د روشن مخابراتي شبکې نوی آنټن فعال شو

د دغه سایټ په فعالېدو سره به د قولخ باغچې کلي اوسېدونکي مخابراتي اړیکو ته آسانه لاسرسی...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

په هرات کې د سلام شبکې درې مخابراتي آنتنونه فعال شول

د یادو آنتنونو له فعالېدو سره به د فرسي ولسوالۍ مرکز او یو شمېر سیمې د۲جی، ۳جی او ۴جی مخابراتي خدمتونو...

بېرته خبرونه ته