د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
ریاست مخابرات ولایت کنر

د کونړ ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او انټرنیټ) په برخه کې له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۵۵ تنو زده کوونکو ته بري ليکونه وويشل شول.

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او محصلینو ګډون کړی و.

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، ښاغلي الحاج عبدالولي مارشال، ګډونوالو د ښه راغلاست ترڅنګ فارغانو ته د فراغت مبارکي وویله.

نوموړي د معلوماتي ټکنالوژۍ او ډیجیټلي مهارتونو پر اهمیت خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د اوسني عصر له اړتیاوو سره سم د کمپیوټري مهارتونو زده‌کړه د ځوانانو او د امارتي ادارو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

وروسته د کونړ ولایت مرستیال والي د معلوماتي ټکنالوژۍ پر اهمیت، او د ځوانانو لپاره د ډیجیټلي مهارتونو د زده ‌کړې پر اړتیا خبرې وکړې. همدارنګه یې فارغانو ته د فراغت مبارکي وویله او د لا ډېرو زده‌ کړو، مسلکي پرمختګ او بریالیتوبونو لپاره یې وهڅول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې فورم کې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو، نړیوالو بنسټونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې د متخصصینو او خصوصي سکټور...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۲۲
Background image

د خدمات تکنالوژي معلوماتي ګلبهار نت شرکت ته د خدمات انترنیتی آی سي تي افغان سایبر شرکت د انترنتی خدمتونو د وړاندې کولو ملی جواز د واګذارۍ (انتقال) په اړه

پروسه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په اداره (اترا) کې جریان لري، بناءً ټولو اړونده مراجعو او اشخاصو ته چې د دې موضوع د معاملاتو تصفیې په موخه خبر...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۸
Background image

د دایکندي ولایت مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز څخه ۳۵ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د مخابراتو رئیس ښاغلي مولوی محمد نبی حنفی ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو پرمهال فارغینو ته...

بېرته خبرونه ته