د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د چین ـ افغانستان ګډ پُستي ټکټ په نندارتون کې ګډون وکړ

Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۷/۱۷ - ۹:۳۶
اشتراک هیئت رهبری وزارت مخابرات در نمایشگاه مشترک تکت پُستی چین – افغانستان

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د ۱۳۹۷ کال د تلې میاشتې په ۱۷ مه نيټه د چین او افغانستان ګډ پستی ټکټ په نندارتون کې چې د پُست د نړیوالې ورځې د نمانځنې په موخه پد چین د سفارت او د مخابراتو وزارت په همکارۍ د یاد سفارت په ودانۍ کې جوړ شوې و، ګډون وکړ. 
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اريوبي په خپلو خبرو کې د دوست هیواد چین له مرستو مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې د افغانستان د پُستي خدماتو په پراختیا، سمون او وده کې له مخابراتو وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ښاغلي اریوبي زیاته کړه د چین هیواد سره ددوستۍ په پار، د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې او د چین هیواد د اویایمې کلیزې د ملي ورځی په پار په پام کې لري چې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت د افغان پوسټ ریاست لخوا ګډ پستي مهر چاپ کړي.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۷/۷/۲۵ - ۱۱:۲۹

پکتيا کې پنځوس تنه د معلوماتي ټکنالوجۍ له شپږ مياشتيني کورس فارغ شول

چهارشنبه/ د تلې ۲۵ مه/ ۱۳۹۷ د پکتيا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ ریاست د معلوماتي ټېکنالوژۍ له شپږ میاشتني کورس (Diploma in Information Technology) څخه پنځوس تنه فارغ شول.

دوشنبه ۱۳۹۷/۷/۲۳ - ۹:۳۰

د توکو انټرنېټ Internet of things د ګټې اخیستنې غونډه کې ګډون

دوشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۷

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د کابل پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي د غونډو په تالار کې د Incredible IoT په پای غونډه کې ګډون وکړ چې د. . .

شنبه ۱۳۹۷/۷/۲۱ - ۱۵:۵۳

د پُسټ نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل - افغانستان : د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پُسټ نړيواله ورځ د یوې لويې غونډې په ترڅ کې په داسې حال کې ونمانځله چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه پلاوي،. . .

بېرته خبرونه